د ادغام پروګرام

بن (BON)

بروکسل ته د نویو راتلونکو لپاره د بن د جرمني ژبې د زده کړې او ادغام پروګرام.

آیا بروکسل ته نوي راغلي یاست؟ آیا تاسو لپاره هر څه نوي دي؟ آیا غواړئ خپله لاره په چټکۍ او اسنانۍ سره پیدا کړئ؟ د بن د وړیا زده کړې او ادغام پروګرام ستاسو لپاره یوازینی شی دی!

کله او څنګه؟

که چېرې د پروګرام جلسې ستاسو لپاره مفیدې وي نو ګډون پکې وکړئ. تاسو کولای شئ په سهار یا ماسپښین کې د چټکو یا بطي زده کړو په درسي ټولګیو کې شمولیت ترلاسه کړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ غوره کړئ چې څنګه پروګرام تعقیب کړئ: په یوه سنتي درسي ټولګي کې یا په آنلاین ډول. ښائي تاسو کمپیوټر و نه لرئ؟ پدې صورت کې به تاسو یو وړیا کمپیوټر درکړل شي.

“همکاري او د ستونزو حل د هر هغه شخص لپاره چې په BON کې کار کوي، اساسي موارد ګڼل کېږي. د ادغام پروګرام ما ته لار هواروي ترڅو د یو لړ مهمو قوانینو سره آشنا شم او د بلجیم په ټولنه کې خپله لاره په اسانۍ سره طی کړم.” بهروز –ایتربیک

څه شی؟

د کاري پرسونل یو غړی به له تاسو څخه په شخصي ډول او ستاسو په خپله ژبه هرکلی وکړي. هغوی به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د خپلې خوښې وړ او اړتیاو مطابق د ادغام پروګرام پیدا کړئ.

تاسو به د دوه و مضامینو زده کړه وکړئ:

ټولنیز پرمختګ، په بروکسل او بلجیم کې د ژوند سره د بلدیا په موخه: د کارموندنې بازار، مسکن، روغتیاپالنه، ترانسپورت، د ماشومانو زده کړه، بلجیمي دودونه، ستاسو حقوق او وجائب او داسې نور. دا کورس په 20 ژبو کې موجود دی.

هالنډي ژبه، په ټولنه کې د خپلو فرصتونو ډېرول/رامنځ ته کول لکه د کار موندنې په برخه کې خپل فرصتونه ډېرول.

تاسو به تل د حاضرۍ يو سند ترلاسه کوئ

که چېرې کومه پوښتنه لرئ، کولای شئ د کاري ټیم د پروګرام د همکار سره اړیکه ونیسئ هغه څوک چې ستاسو له پوښتنو څخه به هرکلی وکړي او په لاندې مواردو کې به مو مرسته وکړي:

  • د مناسب روزنیز پروګارم یا کار ترلاسه کول،
  • په ښوونځي کې د ستاسو د ماشومانو شمولیت،
  • د وزګارتیا پرمهال تاسو لپاره د فعالیتونو پلټل،
  • د استوګنې د حالت او بلجیمي تابعیت په برخه کې ستاسو د پوښتنو ځوابول

مونږ له تاسو سره ستاسو د ديپلومونږ په تائيدولو کې مرسته کوو.

ستاسو د ادغام د پروګرام تر بشپړېدو وروسته به تاسو د ادغام تصدیق پاڼه ترلاسه کړئ.

له بن څخه مننه، زما ماشوم ژر یو غوره ښوونځی پیدا کړ، ما هالنډي ژبه زده کړه، زما درجه لوړه وه او ومې کولای شول د کار کولو اجازه پاڼې ته غوښتنه وکړم. زه له ټولو هغو همکاریو څخه خوښ یم چې له همکار او له بن (BON) څخه مې ترلاسه کړیې دي. ډیانا – سکارابیک (Diana - Schaerbeek)

اضافي

تاسو کولای شئ د موضوعاتو لکه کارموندنې، د فراغت وخت، روزنې او ټولنیزو شبکو په اړه په ګڼ شمېر وړیا ورکشاپونو کې حضور ولرئ... همدارنګه تاسو کولای شئ زموږ له طریقه د نورو هغو خلکو سره په اړیکه کې شئ چې په بروکسل یا په ښار کې د ارګانونو سره ژوند کوي. موږ به تاسو سره د خپل ټولنیز کار د پراختیا په موخه مرسته وکړو.

له بن (BON) مننه، ما د ګڼ شمېر هغو کسانو سره لیده کاته وکړل چې له دوی پرته مې نه شوای کولای. موږ د بروکسل په اړه د ځینو هېښوونکو مواردو شاهدان وو او ما و شو کولای خپل تحصیلي اسناد تائید کړم. په پایله کې، زه کولای شم خپلو موخو ته ورسېږم. ماریا (Maria - Woluwe-Saint-Pierre)

په یو لاندې دفترونو کې ثبت نام وکړئ:

  • بن بروکسل
  • بن سکارابیک (BON Schaerbeek)
  • بن انډرلېټ (BON Anderlecht)

موږ ستاسو د لیدو په تمه یو!

موږ بروکسل ته ورسېدو، ما د یاد هېواد په ژبه خبرې نه کولې، او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن وم. بن (BON) زما پوښتنې ځواب کړې او د خونديتوب احساس یې راکړ او په هرڅه یې پوه کړم. دغه احساس بدیل نه لري!
Kamelia - Molenbeek-Saint-Jean

Skip to content