د ادغام پروګرام

هدفي ګروپ

تاسو باید د ټولو لاندې شرائطو د پوره کېدو په صورت کې د ادغام پروګرام تعقیب کړئ:

1.

که چېرې تاسو له بلجیم پرته د کوم بل هېواد تبعه یاست او د لومړي ځل لپاره مو د بروکسل ښاروالۍ لخوا د بهرنیو اتباعو د ثبت نام په پروګرام کې ګډون کړی وي او د استوګنې داسې سند لرئ چې تر دریو میاشتو ډېر وخت ولري. پدې کې د بهرینو اتباعو لپاره ټول البکترونیکي کارتونه او تر درینو میاشتو د ډېرې مودې لپاره تحصیلي تصدیق پاڼې شاملېږي.

شرائط په لاندې حالتونو کې د پلي کېدو وړ دي:

که چېرې تاسوله بهرني هېواد څخه راغلي یاست او د لومړي ځل لپاره د بروکسل ښاروالۍ د بهرنیو اتباعو د ثبت په پروګرام کې ثبت شوي یاست – همدارنګه مو د لومړي ځل لپاره – د استوګنې یو داسې سند ترلاسه کړی وي چې تر درۍ میاشتې ډېر وخت ولري.

که چېرې تاسو د بلجیم له کومې بلې سیمې څخه چېرې چې تاسو د استوګنې هغه سند ترلاسه کړی چې تر درۍ میاشتې ډېر وخت لري، راغلي یاست، او د لومړي ځل لپاره د بروکسل ښاروالۍ د بهرنیانو د ثبت په پروګرام کې ثبت شوي یاست.

که چېرې تاسو په بروکسل کې د نوم لیکنې لپاره د منتظره اشخاصو په ډله کې یاست او له هغې وروسته په لومړي ځل لپاره د بهرنیو اتباعو د ثبت په پروسه کې شامل شوي یاست او د استوګنې داسې سند لرئ چې تر درۍ میاشتو ډېر وخت ولري.

د مثال په ډول دا په هغه صورت کې د تطبیق وړ ده چې تاسو یو پناه غوښتونکی یاست او د پناه غوښتنې شرائط ترلاسه کوئ.

که چېرې تاسو په لومړي ځل د بهرنیو د ثبت په پروګرام کې نوم لیکه کړی وي، د لومړي ځل لپاره مو د استوګنې داسې سند ترلاسه کړی وي چې تر درۍ میاشتو ډېره وخت ولري.

د مثال په ډول، دا هغه مورد دی کله چې تاسو د روغتیایي لاملونو یا انساني قاچاق له وجې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړی وي.

2.

په هغه وخت کې چې تاسو د لومړي ځل لپاره د بهرنیانو د ثبت په پروګرام کې راجستر شوي یاست او د استوګنې جواز ترلاسه کوئ چې تر دریو میاشتو څخه ډېر وخت ولري، عمر مو 18 کاله یا تر هغې لوړ وي او یا تر 65 څخه کم عمر لرئ.

3.

په بیلجیم کې مو د په قانونې توګه تر دری کالو کم وخت تیر کړي وي په هغه صورت کې چې په لومړي ځل د بهرنیانو د ثبت په پروګرام کې شمولیت اخلئ او د استوګنې داسې سند لرئ چې تر درۍ میاشتو ډېر وخت ولري.

د هر لامل له وجې په بلجیم کې د اوسېدو د حق ترلاسه کولو سره، تاسو د یاد هېواد یو قانوني تبعه ګڼل کېږئ.

  • کله چې تاسو د بهرنیانو د ثبت په پروګرام کې ثبت کېږئ
  • کله چې تاسو د متظره اشخاصو په لېست کې راجستر کېږئ

تر 3 میاشتو د کمې مودې لپاره استوګنه پدې کې نه شاملېږي (د مثال په ډول، سیاحتي استوګنه)

پدې توګه، هغه بهرني اتباع چې C/K, D/L، E+ یا F+ کارتونه لري، اړ نه دي چې د ادغام په پروګرام کې ګډون وکړي ځکه درۍ کاله کېږي چې هغو په یاد هېواد کې قانوني استوګنه کوي.

ښاروالي باید وکولای شي چې په ښاروالۍ کې د نوم لیکنې پرمهال د احوالو د ثبت په ملي اداره کې له موجوده معلومات څخه په استفادې سره، دا تشخیص کړي چې آیا تاسو د ادغام پروګرام د تعقیبولو لپاره اړ یاست که څنګه.

د دې سره سره چې پورتني شرائط باید پرهغوی تطبیق شي، خو ځینې بهرني اتباع له دغه تعهد څخه معاف دي. د معافیت

که چېرې تاسو خپله استوګنه پای ته ورسوئ (تاسو د بلجیم کومې بلې سیمې ته لاړ شئ یا د باندې لاړ شئ) یا خپل د استوګنې حقوق له لاسه ورکوئ، نو د استوګنې د پای ته رسېدو موده به ستاسو په دوسیه کې ثبت شي. څنګه چې تاسو د بروکسل په ښاروالۍ د بیا ځلې لپاره ثبت شئ، نو ستاسو شرائط او اداري مهلتونه به له سره پیل شي. د استوګنې د پای ته رسېدو په صورت کې، د ګڼ شمېر استوګنو مودې جمعه کېږي ترڅو د قانوني استوګنې 3 کلنه موده پوره شي.

مکلفیت د بروکسل ښاروالۍ د بهرنیانو په راجستر کې د 1 جون 2022 څخه لږ تر لږه د 3 میاشتو معتبرې مودې د استوګنې جواز سره ثبت شوي اشخاصو باندې پلي کیږي.

Skip to content