د ادغام پروګرام

استثنآت

ځینې بهرني اتباع په هدفي ګروپ پورې تړاو لري چې معمولا د ادغام پروګرام تعقیب یا پالنې ته اړتیا لري، خو دا د قانوني دلائلو له مخې له دغو شرائطو څخه معاف دي.

لومړی، ځینې استثنآت یا معافیتونه د استوګنې په حقونو پورې اړه لري. په ټوله کې، دغه معافیتونه تثبیت ته اړتیا نه لري، ځکه د ملي معلوماتو د ثبت په حیث په اتومات ډول ډالۍ کېږي. استثنآت په لاندې مواردو کې د تطبیق وړ دي:

کله چې تاسو د لاندې هېوادونو تابعیت لرئ: آسترالیا، بلغاریا، کروشیا، قبرس، د چک جمهوریت، ډنمارک، استونیا، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، آیسلند، آیرلند، ایټالیا، لیتویا، لختن شتان، لیتوانیا، لکزامبورګ، مالتا، هالند، ناروې، پولند، پرتګال، رومانیا، سلواکیا، سلوانیا، هسپانیا، سویډن یا سویس.

که چېرې د اروپایي ټولنې E(U) کارت یا 8 ضمیمه لرئ، نو دا امر د اعمال وړ دی.

د بریتانیا اتباع هم د ایستلو د هوکړې له شرائطو څخه د استفادې په صورت کې له دغه امر څخه معاف دي. چې پدې صورت کې به تاسو یو د M کارت ولرئ.

د کورنۍ غړی پدې مانا چې:

  • یوه مېرمن/مېړه و اوسي.
  • هغه د ژوند شریک چې د هغه سره په رسمي ډول نکاح شوې وي، د واده په مانا ګڼل کېږي. دغه کار په دنماک، فنلنډ، آیسلنډ، آلمان، ناروې، سویډن کې د ژوند د شریک یوه بېلګه ګڼل کېږي. په بلجیم کې په قانوني ډول ګډ ژوند د واده په مانا نه ګڼل کېږي.
  • له خپلې رسمي یا غیر رسمي ښځې څخه د هغو زېږېدليو ماشومانو سعودي ترتیب چې عمرونه یې تر 21 کلونو ټیټ وي یا تر پالنې لاندې وي.
  • له خپلې رسمي یا غیر رسمي ښځې څخه د هغو زېږېدليو ماشومانو نزولي ترتیب چې تر پالنې لاندې وي. نو له همدې امله په دې کې د EU+ هغه تبعه پلرونه شامل ندي دی چې قانوني سن يې نه وي پوره کړی.

دا په هغه صورت کې ده چې د F کارت د ترلاسه کولو په جریان کې د F کارت یا د زده کړو د نه درلودلو تصدیق پاڼه ولرئ، خو پدې شرط چې د یادو کورنیو یو غړی و اوسئ.

که چېرې تاسو د بلجیمي تابعیت لرونکې کورنۍ غړي یاست، یوازې په هغه صورت کې معاف یاست چې د بلجیم تابعیت لرونکی له خپلو هغو حقونو څخه استفاده کوي چې په آزاد ډول د سیاحت کولو په برخه کې یې لري. دا به په هغه صورت کې د تطبیق وړ وي چې که چېرې تاسو او د بلژیک تابعیت لرونکي شخص د اروپایي ټولنې په کوم غړي هېواد کې په قانوني ډول تر دریو میاشتو څخه زیات ژوند کړی وي.

که چېرې تاسو د بریتانیایي تابعیت لرونکې د کورنۍ غړي یاست او د اخراج له تړون څخه مستفید یاست، نو تاسو له دغه امر څخه مستثنا یاست. په دې صورت کې به تاسو یو د M کارت ولرئ.

د مثال په ډول، دا هغه مورد دی چې د اروپایي ټولنې د زوجینو او هغو اشخاصو او د هغو د کورني د غړیو لپاره صدق کوي چې د کاري رخصتیو ویزې لري.

د مثال په ډول، دا په لاندې حالاتو کې صدق کوي:

  • کله چې تاسو یوه انفرادي جواز ولرئ
  • که چېرې تاسو یو زده کوونکی یاست
  • که چېرې تاسو یو دیپلومات یاست

دا په هغو صورت کې د اعمال وړ ده چې په آسترالیا، د چک جمهوریت، ایستونیا، فرانسې، آلمان، یونان، ایټالیا، لتویا، لوګزامبورګ، مالتا، نیدرلند، پرتګال، یا رومانیا هېوادونو دائمي استوګنه ولرئ.

تاسو د اروپایی لارښود 2001/55/EC سره سم لنډمهاله محافظ تلرئ. دا اوس مهال د اوکراین څخه د کډوالو لپاره پلی کېږي.

په دوهم قدم کې، داسې معافیتونه موجود دي چې تاسو یې په اړه باید اړونده ښاروالیو ته ثبوت وړاندې کړئ - د BON یا BAPA له لارې د ښاروالینو دفترونو ته په فزیکي ډول یا د ایمېل له لارې په مراجعه کولو سره اسناد یا مدارک وړاندې کړئ. دا په لاندې مواردو کې د پلی کیدو وړ دي:

تاسو باید لاندې موارد چمتو کړئ:

  • د ښاري ادغام یو داسې سند یا د ادغام په پروګرام کې د ګډون ثبوت چې په Flanders کې صادر شوی وي;
  • د ګډون یا شمولیت تصدیق پاڼه چې په Wallonia کې صادره شوې وي;
  • یو داسې سند چې دوه میاشتني حضور تصدیق وکړي او د فرانسې د ټولنیز کمیسیون لخوا صادر شوی وي;
  • یو داسې سند چې له مخې یې د بهرنۍ ژبې په توګه تر A2 کچې پورې د فرانسوي یا هالندي ژبې د زده کړې تصدیق وکړي، همدارنګه د Flemish Community، Walloon Region، د فرانسې د ټولنیز کمیسیون یا د جرمني مکالمې کمیسیون په مالي مرسته د تابعیت په برخه کې د کورسونو د بشپرولو سند.

تاسو باید لاندې موارد چمتو کړئ:د معافیت سند چې د Flemish Community، Walloon Region یا جرمني مکالمې د ټولنې لخوا صادر شوی وي.

تاسو باید لاندې موارد چمتو کړئ: یو داسې تعلیمي سند یا دیپلوم چې د Flemish Community، د فرانسې د ټولنې یا د جرمني زده کړې د ټولنې په مالي، سبسایډي او مدیریتي مرسته ترسره او چمتو شوی وی.

تاسو باید لاندې موارد چمتو کړئ: یوه طبي تصدیق پاڼه. تاسو کولای شئ د تصدیق پاڼې نمونه له دلته ښکته کړئ. دا باید ستاسو د ډاکټر لخوا ترتیب او لاسلیک شي

په یاد ولرئ چې معافیتونو یا استثنآتو ته د طبي لاملونو له وجې غوښتنه کول باید د ښاروالۍ په دفترونو کې په حضوري ډول یا ښاروالۍ ته د ایميل له لارې جوړ شي.

تاسو کولای شئ له نوم لیکنې وروسته د خپلې دوسیې تر تړل کېدو پورې هر وخت چې وغواړئ معافیت ترلاسه کړئ.

حتی که چېرې معافیت هم ولرئ، کولای شئ په خپله خوښه بېرته د ادغام د پروګرام سره یو ځای شئ. د دغه کار د ترسره کولو لپاره، مهرباني وکړئ د خپلو انتخابونو لپاره د با صلاحیته مدیر سره په اړیکه کې شئ.

Skip to content