د ادغام پروګرام

بروکسل ته د نویو راتلونکو اشخاصو د ادغام د پروګرام وېبپاڼې ته ښه راغلاست

په یوه نوي هېواد کې مېشت کېدل ښائي د ځینو موضوعاتو لکه د ژبې د زده کړې، د یوه تبعه په حیث ستاسو د حقونو او مسؤلیتونو، مسکن یا استوګنې، کار موندنې او/یا د روزنې د فرصتونو او روغتیا په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي.

هر څومره ژر چې د بهرنیو اتباعو لپاره د بروکسل ښاروالۍ د ثبت په پروګرام کې نوم لیکنه وکړئ، کولای شئ په خپله ژبه یا بله هغه ژبه چې ورباندې پوهېږئ په BAPA یا BON د ادغام پروګرام په وړیا ډول تعقیب کړئ.

د BAPA یا BON ګڼ شمېر ټولنیز کارکوونکي یا روزونکي “تجربه لرونکي متخصصین” دي. دا پدې مانا ده چې هغوی خپله په ځینو مواردو کې د ادغام پروګرام تعقیبوي. هغوی د نویو راغلیو کسانو سره له خپلو تجربو څخه په استفادې سره مرسته کوي. هغوی ستاسو احساسات په بشپړ ډول درک کوي. هره پوښتنه چې لرئ کولای شي د ځواب لپاره یې هغوی ته مراجعه وکړئ.

د ادغام په پروګرام کې لاندې موارد شامل دي:

د ښه راغلاست سفر چې په ترڅ کې یې د کور، عاید، روغتیا پاملرنه او نورې اړتیاوې ارزول کیږي؛

د تابعیت او مدنيت په برخه کې روزنه;

د اړتیا په صورت کې د ژبې د زده کړې درسونه: په BAPA کې د فرانسوي ژبې درسونه یا په BON کې د هالندي ژبې درسونه.

تمظیموونکي ته په کتو سره، همدارنګه تاسو کولای شئ په خپله خوښه په نورو فعالیتونو (په ورکشاپونو، ځانګړیې روزنه، او داوطلبانه فعالیتونو او داسې نورو کې ګډون وکړئ.)

د شمولیت لپاره ۵ مؤجه لاملونه:

په ټول بلجیم او بروکسل کې په اسانۍ سره د ژوند لپاره لاره موندل، د نویو خلکو سره د لیدو فرصت، په کور کې د پاتې کېدو په اړه احساس پیدا کېدل.

د فرانسوي یا هالندي ژبې زده کړه، په بلجیم کې د ژوند کولو او کار کولو لپاره یوه پانګه.

BAPA او BON تاسو ته په خپله ژبه داسې کورسونه او مشخص ملاتړ چمتو کوي چې په آنلاین ډول ورته لاسرسی کېږي.

په بریالي ډول د پروګرام د بشپړولو په صورت کې د ادغام په برخه کې د یوه معبتره سند ترلاسه کول. کېدای شي دا کار تاسو سره د بلجیم د تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د خپل هغه دپلوم په ترلاسه کولو کې د همکاریو ترلاسه کول چې په ټولو رسمي موادو لکه د استوګنې وضعیت، د پناه غوښتنې په طی مراحل کولو او د یوه بلجیمي وګړي په حیث د جوړېدو په برخه کې اعتبار لري.

Skip to content