په یوه نوي هېواد کې مېشت کېدل ښائي د ځینو موضوعاتو لکه د ژبې د زده کړې، د یوه تبعه په حیث ستاسو د حقونو او مسؤلیتونو، مسکن یا استوګنې، کار موندنې او/یا د روزنې د فرصتونو او روغتیا په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي.
هر څومره ژر چې د بهرنیو اتباعو لپاره د بروکسل ښاروالۍ د ثبت په پروګرام کې نوم لیکنه وکړئ، کولای شئ په خپله ژبه یا بله هغه ژبه چې ورباندې پوهېږئ په BAPA یا BON د ادغام پروګرام په وړیا ډول تعقیب کړئ.
د BAPA یا BON ګڼ شمېر ټولنیز کارکوونکي یا روزونکي “تجربه لرونکي متخصصین” دي. دا پدې مانا ده چې هغوی خپله په ځینو مواردو کې د ادغام پروګرام تعقیبوي. هغوی د نویو راغلیو کسانو سره له خپلو تجربو څخه په استفادې سره مرسته کوي. هغوی ستاسو احساسات په بشپړ ډول درک کوي. هره پوښتنه چې لرئ کولای شي د ځواب لپاره یې هغوی ته مراجعه وکړئ.
هغه خلک چې په بلجيم کې له ډېر وخت راهيسي ژوند کوي، هم کولی شي چې په داوطلبانه ډول دا پروګرام تعقيب کړي. که له ملي ژبو څخه د يوې زده کولو لپاره وي يا د دې لپاره چې بلجيم څنګه کار کوي، د پروګرام تعقيبول تل ګټور دي. همدارنګه د دې پروګرام تعقيبول تاسو ته زمينه برابروي چې د تابعيت لپاره د غوښتنليک لېږلو پرمهال خپل ټولنيز ادغام ثابت کړئ.
د ښه راغلاست سفر چې په ترڅ کې یې د کور، عاید، روغتیا پاملرنه او نورې اړتیاوې ارزول کیږي؛
د تابعیت او مدنيت په برخه کې روزنه;
-د ژبې درسونه، که چېرې اړتيا وي: د هالنډي درسونه په BON يا په يو Bapa کې يا د فرانسوي درسونه په يو Bapa کې
په ټول بلجیم او بروکسل کې په اسانۍ سره د ژوند لپاره لاره موندل، د نویو خلکو سره د لیدو فرصت، په کور کې د پاتې کېدو په اړه احساس پیدا کېدل.
د فرانسوي یا هالندي ژبې زده کړه، په بلجیم کې د ژوند کولو او کار کولو لپاره یوه پانګه.
Bapas او BON ستاسو په ژبه کورسونه او ځانګړی ملاتړ وړاندې کوي – چې آنلاين هم شتون لري (يوازې BON)
په بریالي ډول د پروګرام د بشپړولو په صورت کې د ادغام په برخه کې د یوه معبتره سند ترلاسه کول. کېدای شي دا کار تاسو سره د بلجیم د تابعیت ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د خپل هغه دپلوم په ترلاسه کولو کې د همکاریو ترلاسه کول چې په ټولو رسمي موادو لکه د استوګنې وضعیت، د پناه غوښتنې په طی مراحل کولو او د یوه بلجیمي وګړي په حیث د جوړېدو په برخه کې اعتبار لري.