د ادغام پروګرام

تعلیقات

کېدی شي د ادغام په اجباري پروګرام کې ستاسو حضور په مؤقت ډول په تعلیق کې واچول شي. کېدی شي ښاروالۍ ته ستاسو د تعلیق د ثبوت د وړاندې کولو په صورت کې ستاسو د ادغام پروګرام لپاره ټاکل شوی وخت تمدید شي: د BON یا BAPA له لارې د ښاروالۍ دفترونو ته په حضوري ډول ورتګ یا د ایمېل له لارې مراجعه کول. لاندې موارد د پلي کېدو وړ دي:

د تعلیق دوره: 3 میاشتې، کېدی شي تمدید شي.

ثبوت:ثبوت:

  • د ادغام د پروګرام مهالوېش
  • کاري یا روزنیز ساعتونه:

د کاري ساعتونو د ثبت یا سوابقو د تسلیمۍ لپاره کولای شئ دلته د هغې بېلګه یا نمونه ښکته کړئ. د کاري سوابقو د ثبت پاڼه باید ډکه او ستاسو د کار ګومارونکي لخوا لاسلیک شي.

د تعلیق موده:د ناروغۍ موده لکه څنګه یې چې په اړه په طبي تصدیق پاڼه کې یادونه شوي ده، لږ تر لږه 1 میاشت ده چې د تمدید امکان یې هم شته.

ثبوت:ثبوت: طبي تصدیق پاڼه. تاسو کولای شئ د تصدیق پاڼې نمونه دلته ښکته کړئ. دا باید ستاسو د ډاکټر لخوا ترتیب او لاسلیک شي

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د روغتیایي لاملونو له وجې تعلیق ته غوښتنه باید د خپلې ښاروالۍ په دفترونو کې په حضوري ډول یا ښاروالۍ ته د ایمېل له لارې جوړه شي.

د تعلیق موده: 6 میاشتې، د تمدید امکان شته.

ثبوت:ثبوت: طبي/د ناروغۍ تصدیق پاڼه. تاسو کولای شئ د تصدیق پاڼې نمونه دلته ښکته کړئ. دا باید ستاسو د ډاکټر لخوا ترتیب او لاسلیک شي

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د روغتیایي لاملونو له وجې تعلیق ته غوښتنه باید د خپلې ښاروالۍ په دفترونو کې په حضوري ډول یا ښاروالۍ ته د ایمېل له لارې جوړه شي.

د تعلیق موده: له زېږون څخه وروسته 3 میاشتې، ماشوم ته د شیدو ورکولو په صورت کې د 9 میاشتو د تمدید امکان شته.

ثبوت::

  • ¬¬که چېرې ولادت یا زېږون په بلجیم کې ترسره کېږي: اړتیا نه لرئ چې ښاروالۍ ته ثبوت وړاندې کړئ. کله چې تعلیق ته وړاندېز کېږي، ښاروالي به د ملي ثبت په اړه پوښتنه وکړي.
  • که چېرې ولادت یا زېږون له هېواد څخه د باندې ترسره کېږي: د زېږېدو سند.
  • طبي/د ناروغۍ تصدیق. تاسو کولای شئ د تصدیق پاڼې نمونه دلته ښکته کړئ. دا باید ستاسو د ډاکټر لخوا ترتیب او لاسلیک شي

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د روغتیایي لاملونو له وجې تعلیق ته غوښتنه باید د خپلې ښاروالۍ په دفترونو کې په حضوري ډول یا ښاروالۍ ته د ایمېل له لارې جوړه شي.

د تعلیق موده: له مړینې وروسته 2 میاشتې، د تمدید وړ نه ده.

ثبوت::

  • که چېرې دغه مړینه په بلجیم کې کېږي: اړتیا نه لرئ چې ښاروالۍ ته ثبوت وړاندې کړئ. کله چې د تعلیق غوښتنه کېږي، ښاروالي به د ملي ثبت په اړه پوښتنې وکړي.
  • که چېرې مړینه له بلجیم څخه د باندې کېږي، د مړینې تصدیق ته اړتیا ده.

د تعلیق موده: د پروګرام ټوله موده چې د تنظیموونکي په تصدیق کې ورته اشاره شوې ده، د تمدید امکان شته.

ثبوت:ثبوت: د با صلاحیته تمظیموونکي لخوا تصویت شوی

د تعلیق موده: حداکثر 6 میاشتې، د هرې پېښې په صورت کې د 6 میاشتني تمدید امکان شته.

ثبوت:ثبوت: د باصلاحیته تمظیموونکي لخوا (BON/BAPA) تصویت شوی تصدیق.

د تعلیق موده: 6 میاشتې، د یو ځلي 6 میاشتني تمدید

ثبوت:ثبوت: یو داسې ثبوت چې له مخې یې د ماشومانو د پالنې د درۍ ګونو محلونو لپاره د منتظره کسانو په لېست کې ستاسو موجودیت تثبیتېږي.

Skip to content