د ادغام پروګرام

BAPA

برسلز ته د نویو راغلو کسانو لپاره د BAPA د فرانسوي ژبې د ادغام پروګرام.

ایا تاسو اوس برسلز ته رارسیدلی یاست؟ ایا تاسو لپاره هر څه نوي دي؟ ایا تاسو غواړئ خپله لاره په آسانۍ او ګړندۍ توګه ومومئ؟ د BAPA وړيا د ادغام پروګرام یوازې ستاسو لپاره دی!

کله او څنګه؟

تاسو هغه وخت د یو ادغام پروګرام کې ګډون وکړئ کله چې دا ستاسو د پروګرام بشپړولو لپاره د ضرب الاجل دننه مناسب وي. تاسو هغه مهال ویش غوره کولی شئ چې ستاسو لپاره د ورځې یا ماښام په جریان کې خورا مناسب وي، د کورس لپاره موجود وختونو پورې اړه لري.

برنامه ستاسو سره د بلجیم ټولنې په ښه پوهیدو کې مرسته کوي ترڅو تاسو په اسانۍ سره د هغې برخه جوړ شئ.

هغه اساسي ستونزې چې خلک ورسره بهرنی هیواد ته د رارسیدو پر مهال مخ کیږي لاندې ذکر شوي: لومړی د هیواد ژبه، دوهم پخپله د هیواد په اړه پوهه، دریم استوګنځای او څلورم د دولتي ادارو پوهه ده. د ادغام د پروګرام له لارې تاسو ډیر معلومات ترلاسه کوئ چې تاسو ته دا وړتیا درکوي چې په ټولنه کې مدغم شئ د فرانسوي ژبې د پوهې په مرسته، او دا چې د کوربه هیواد د موسسو او د هغه دودونو او ژوند طرزالعملونو په اړه پوهه مو ترلاسه کړې وي چې په دغه ټولنه کې معمول دي.
محمد

څه شی؟

کله چې تاسو د ستړي مشيو په یوه دفتر کې د ځان ثبتونه وکړئ نو تاسو ته به د يو کارمند لخوا په هغه ژبه کې ښه راغلاست ویل کیږي چې تاسو یې وایئ.

د ادغام دا پروګرام وړیا دی او دوه مرحلې لري:

لومړی مرحله لومړنی استقبال دی. تاسو ته به په انفرادي ډول د يو کارکونکي لخوا ښه راغلاست ویل کیږي چې تاسو ته به د ځان ثبتونې سند درکوي.د دې لومړي مرحلې په جریان کې به تاسو ته لاندې ذکر شوی درکړل شي:

  • یوه ټولنیزه ارزونه ترڅو د ټولنیز او ادغام ملاتړ لپاره ستاسو د مهارتونو او اړتیاويو ارزونه وکړئ ترڅو د بلجیم په محلي ژوند کې ستاسو سره په بشپړه توګه ګډون کې مرسته وکړي؛
  • د ژبې ارزونه ترڅو د فرانسوي ژبې په اړه ستاسو د پوهې ارزونه وکړي او د اړتیا په صورت کې د ژبې کورس ته په مناسبه کچه لارښوونه وکړئ ترڅو په ټولنه کې ستاسو د فرصتونو زیاتولو کې مرسته کولو په موخه طرح شوي، لکه د دندې موندلو او په اړینو کړنلارو پوهېدل؛
  • په بلجیم کې ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه 10 ساعته معلومات لکه څنګه چې په اساسي قانون کې بیان شوي او د یو شمیر ساحو په اړه معلومات چې ستاسو په نوي ژوند کې د میشته کیدو لپاره ګټور دي: استوګنځای، روغتیا ساتنه، کارموندنه او روزنه، زده کړې، تګ را تګ، او داسې نور.

بیا به تاسو د ګډون د لومړنۍ مرحلې یو سند  ترلاسه کړئ او له تاسو څخه به وغوښتل شي چې یو قرارداد لاسلیک کړئ چې ستاسو د ملاتړ او روزنې اړتیاوې برابروي.

دویمه مرحله په یو تړون کې توضیح شوي او ممکن لاندې ذکر شوی ولري:

  • انفرادي ملاتړ او ټولنیز – مسلکي لارښوونې چې ستاسو اړتیاويو سره سم د حد اعظمي تر یو کال لپاره برابر شوی. یو ټولنیز معاون به ستاسو سره د اداري رسمياتو په بشپړولو او د حل لارې په لټه کې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه:
  • د مناسب روزنې یا دندې موندل،
  • خپل ماشومان په ښوونځي کې داخلول،
  • خپل د ډیپلومونو پیژندنه،
  • د ساعتېري د فعالیتونو موندل،
  • خپل د هستوګنې وضعیت او د بلجیم تابعیت ترلاسه کولو په اړه هر ډول پوښتنې، او دې ته ورته.


فرانسوي درسونه:
د CEFR کچې A1 یا A2 (اروپایي معیار) پورې ستاسو د پروفایل يا پېژنيال او اړتیاويو (د 150 او 500 ساعتونو ترمینځ) پورې اړه لري، د ځانګړي بهرني ونډه والو لخوا ورکړل شوي؛

  • د تابعیت روزنه (لږترلږه 50 ساعته) ترڅو په برسلز او بلجیم کې مو د ژوند سره اشنا کړي: دا هغه ساحو ته نږدې کتنه کوي چې لومړی د حقونو او مکلفیتونو په اړه د معلوماتو ماډل کې په ګوته شوي، او همدارنګه د تاریخ او جغرافیې، د بلجیم سیاسي او اداري جوړښت، په بلجیم کې د کارموندنې بازار او ټولنیزو اړیکو په اړه معلومات چمتو کوي. دا په برسلز کې د اوسېدونکو مختلفو خلکو سره د ليدنې او د برسلز د مختلفو سيمو د لېدلو فرصت هم وړاندې کوي.

 

د دې پروګرام په پای کې به تاسو د پروګرام بشپړولو سند یا د ګډون دوهم مرحلې سند ترلاسه کړئ.

اضافي

زموږ د ستړي مشيو مختلف دفترونه ستاسو د اړتیاويو او هیلو پوره کولو لپاره فعالیتونه هم وړاندې کوي، لکه رواني - ټولنیز ملاتړ، ورکشاپونه او روزنه. د دوی ویب پاڼو څخه لیدنه وکړئ یا د نورو معلوماتو لپاره BAPA سره اړیکه ونیسئ.

د نوي راغليو کسانو لپاره د ستړي مشيو درې دفترونه شتون لري چې د فرانسوي ژبې د ادغام پروګرامونه پرمخ وړي:

Skip to content